طالبانو پاکستان د داعش او طالب ضد وسله‌‌والو ډلو په ملاتړ تورن کړ

ارشیف، د سپين بولدک-چمن دروازه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د طالبانو پر ضد وسله‌‌والې ډلې هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي.

هغه دا کار د سیمې د ناامنه کولو یوه هڅه بللې ده.

مجاهد له طلوع‌نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي او د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای دې د خپلو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.

مجاهد زیاتوي چې دوی هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد کار واخلي.

په عین حال کې، پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام‌اباد مخالفو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.