د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ پر وړاندې د واکسین نوی کمپاین د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) پیل شو.
دغه کمپاین په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د ۴ ورځو په مخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې په ترځ کې یې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۸۰ زره ماشومان واکسین شي.
کابل کې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل رسنیو ته وویل چې کمپاین د پولیو د ویروس د لامخنیوي په هدف هم د څاڅکو او هم په تزریقي توګه ترسره کېږي: "د دغه کمپاین په ترځ کې به د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې له زېږون نه تر ۵۹ میاشتو لرونکو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو واکسین او له ۴ تر ۵۹ میاشتو لرونکو ماشامونو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین هم ورکړل شي."
روان کمپاین د څاڅکو او هم په تزریقي توګه ترسره کېږي.
ښاغلي امرخېل له سیمهیزو مشرانو او قومي مخورو هیله وکړه چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.
ارشیف، کندهار کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
په عین حال کې د واکسین متخصص ډاکتران د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکو اوبو او حفظالصحې په رعایت ټینګار کوي.
د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی: "البته دا باید یاده کړم چې د پولیو د نابودۍ لپاره د واکسین په څنګ کې د حفظالصحې او د اوبو د پاکوالي موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظالصحې شرایط برابر کړي."
د پولیو د نابودۍ لپاره د واکسین په څنګ کې د حفظالصحې او د اوبو د پاکوالي موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی.
ډاکتر رفیقي زیاتوي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.
ارشیف، په کابل کې د پولیو واکسین د تطبیق په یوه مرکز کې یوه مور او ماشومانیې
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په روان میلادي کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې تر اوسه په بشپړه توګه لهمنځه نهدی تللی.
پولیو یا ګوزن درملنه نهلري او یوازې په واکسینیې مخنیوی کېدای شي.