د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي.
د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی.
جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و.
د راپورونو په اساس د هغه د نیولو لپاره د طالبانو ګڼ ځواکونه له کابل او نورو سیمو بدخشان ته استول شوي وو.
فاتح څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې شکایت درلود چې طالب ځواکونو په نسی کې د ملکیانو کورونو تلاشي کړي او د ده په خبره څو بیګناه کسان یې وژلي.
په بدخشان کې د طالبانو د دې خپلمنځني شخړو سربېره د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو له هغې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې په زیباک کې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي.