د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رئیس کمالالدین توحید د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون په هدف د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.
دې خونې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلی توحید سره په دې سفرکې د سوداګرو او خصوصي سکتور یو ۳۰ کسیز پلاوی ملګرتیا کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغه سفر موخه د ودانیز صنعت په برخه کې له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو سره بلدتیا، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا او د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د لا زیاتو زمینو برابرول دي. افغان پلاوی به همدارنګه د ایران له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره په لیدنو کتنو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړي.