یونیسف: د روان کال په شپږو میاشتو کې یې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې؛ ۶۷ سلنه یې نجونې وې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د زده کړې د پروګرامونو له لارې نژدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې. یونیسف په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د جنوري له لومړۍ نه د جون تر۳۰ پورې په شپږمیاشتني راپورکې ویلي چې دغو ماشومانو ته چې له ښوونځي پاتې شوې ماشومان هم پکې شامل دي، د ټولنیزو زده کړو او د زده کړې د لنډمهالو مرکزونو له لارې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دې ادارې ویلي چې د زده کړې په برخه کې یې د دغو ماشومانو ملاتړ په داسې یوه ستونزمن حالت کې کړی چې د پوهنې پروګرامونه په پراخه پیمانه د بیرته راستنیدونکوکډوالو، پرپوله د نښتو، سیلابونو او زده کړو ته د لاسرسي له دوامداره خنډونو سره مخ وو. د دې ادارې په خبره اټکل کیده چې ۷،۱ ملیونه ماشومان د زده کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري چې په هغوی کې نژدې ۹۰۰ زره بیرته راستانه شوي ماشومان هم شامل وو. یونیسف همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې د روغتیایې خدمتونو په برخه کې د ډیرو ماشومانو او میندو لاسنیوی کړی او زیاتوي، د دې ادارې ترملاتړلاندې روغتیایي مرکزونو له لارې له ۱۸،۹ ملیونه زیاتو خلکو اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.