د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پنټاګون ته امر وکړ چې له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه "د پام وړ" راکم کړي. هغه د دغو تمرینونو لوړ لګښت او د ایران پر وړاندې اقداماتو کې د جنوبي کوریا نه ګډون د خپلې پرېکړې د لاملونو په توګه یاد کړل.
د رویترز د راپورله مخې ولسمشر ټرمپ څو ساعته مخکې له هغه چې د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه د دوشنبې په ورځ پیل شي، په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې دی په دغو تمرینونو کې د امریکا پر ګډون خوښ نه وو. هغه همدارنګه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې "ډېرې ښې" وبللې.
ټرمپ لیکلي: "دا تمرینونه نه یوازې ډېر لګښت لري، بلکې هغه هیواد ته داسې پیغام هم ورکوي چې په بشپړه توګه نامناسب او دښمنانه دی؛ هغه هېواد ته چې له کله ډونالډ جې ټرمپ ولسمشر شوی، نه یې امریکا ته ګواښ پېښ کړی او نه یې بې احترامي کړې ده."
ټاکل شوې چې د "اولچي فریډم شیلډ» په نوم د امریکا او جنوبي کوریا کلني ګډ پوځي تمرینونه د اګسټ تر ۲۷مې پورې دوام وکړي. په دغو تمرینونو کې د جنوبي کوریا شاوخوا ۱۸ زره پوځیان ګډون کوي.
سیول ویلي چې دغه تمرینونه له ټاکلي مهال ویش سره سم د دوشنبې په ورځ پیل شوي خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.