د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان برد کوپر وایي د "یواس اس ابراهام لینکلن" الوتکې وړونکې بېړۍ څخه یې وروستۍ لیدنه "حیرانوونکې او الهام بښونکې" وه او د عملې د روغتیا اړوند ستونزې یې ترټولو کمې دي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یوشمیرامریکایي رسنیو د دې بېړۍ د عملې د رواني روغتیا او د ژوند د شرایطو د خرابېدو په اړه راپورونه خپاره کړل.
هغه د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې پرایکسپاڼه کې یې خپورکړی ویلي چې په سمندر کې اوږدمهاله خدمت "په ځانګړې توګه سخت او ستړی کوونکی" دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې په "ابراهام لینکلن" بېړۍ کې، د امریکا د سمندري ځواکونو د ۱۱ فعالو الوتکې وړونکو بېړیو په منځ کې، د رواني روغتیا اړوند ستونزې تر ټولو کمې دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې بیړۍ کې د عملې د خراب وضعیت په اړه راپورونه رد کړي وو، خو ویلي یې وو چې په پام کې ده په منځني ختیځ کې یوه بله بیړۍ د هغې ځای ونیسي.
"ابراهام لینکلن" شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې په سیمه کې حضور لري او په سیمه ییزه جګړه او وروسته د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په لګېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دوو امریکايي پوځي خپرونو مخکې راپور ورکړی و چې د دې بېړۍ د شاوخوا ۵ زره کسیزې عملې د یوې برخې مورال ټیټ شوی او ان د ځان وژنې د هڅو ځینې پېښې هم پکې ثبت شوې دي.