د بدخشان ناکرارۍ؛ د ناراضه طالب قومندان جمعه خان فاتح د پخلا کولو هڅو نتیجه نه ده ورکړې

د طالبانو وسله وال په بدخشان کې

په بدخشان کې د طالبانو د یوه ناراضه قومندان جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو تر منځ د روغې جوړې هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

په بدخشان کې سیمه ییزو طالب چارواکو له هغې ډلې د نسی ولسوال د یکشنبې په ورځ ویلي چې جمعه خان فاتح سولې ته غاړه نه ږدي.

د راپورونو په اساس د خبرو لپاره د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم بدخشان ته تللی.
جمعه خان فاتح ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې هغه شکایت کوي چې طالب ځواکونو د خلکو کورونو تلاشي کړي او بیګناه کسان یې وژلي دي.

اخوا بیا د طالبانو یوې بلې مخالفې وسله والې ډلې د « افغانستان ازادۍ جبهې» ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په څو سیمو کې یې په طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي.

دې جبهې ادعا کړې چې جنګیالیو یې ځینې سیمې نیولي او طالبان یې تېښتې ته اړ کړي.

په بدخشان کې ناکرارۍ داسې وخت مخ په زیاتېدو دي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې هېڅوک د ده له فرمانه سرغړاوی نه کوي.