اوچا: د روان کال له پیل راهیسې طبیعي پیښو په افغانستان کې له ۹۲ زره زیات کسان اغیزمن کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اګست میاشتې پورې، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله له ۹۲ زرو څخه ډېر کسان اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه دفتر په تازه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۱۶مه، خپور شوی، راغلي چې په دې موده کې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې ۳۳۱ کسان ټپیان شوي دي. شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي او له ۲ زرو څخه ډېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په روان کال کې د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانونه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې د طبیعي پېښو د اغېزو زیاتوالی د اقلیمي بدلونونو او بشري زیانګالي ترمنځ نږدې اړیکه هم په ډاګه کوي. لسیزو جګړو، د چاپېریال ویجاړي او په زیربناوو کې د پانګونې کمښت، د ډېرو سیمو وړتیا له طبیعي پېښو سره د مقابلې په وړاندې کمزورې کړې دي.