جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د یو پرڅلورمه برخې هغو کډوالو د خوندیتوب حیثیت لغوه کړی چې پردوسیو یې له سره غورشوی دی.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د مهاجرت او کډوالو لپاره د فدرالي ادارې (BAMF) شمیرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ترسره شویو ۸۳۲۰ ارزونو په پایله کې د ۲۳،۲ سلنه سوریایي کډوالو د خونديتوب حیثیت بېرته اخیستل شوی یا لغوه شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د ۳،۷ سلنه سوریایي وګړو د خونديتوب حق لغوه شوی و.

د راپورله مخې د خونديتوب حیثیت هغه وخت لغوه کېږي چې د اصلي هېواد وضعیت په بنسټیز ډول بدل شي.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد له نسکورېدو وروسته سلګونه زره سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اکثره دغه کډوال له ترکیې، لبنان او اردن څخه بیرته خپله هیواد ته تللي دي.

د جرمني د حکومت د شمیرو له مخې شاوخوا ۹۳۰ زره سوریایي کډوال په جرمني کې اوسي.