د لبنان پرجنوب د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي

د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د شنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې " په نبطيه او انصار سیمو کې د حزب ‌الله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات" یې په نښه کړې دي. پوځ زیاته کړې چې دا اقدام "د حزب‌الله ترهګرې ډلې له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د عملیاتو" په غبرګون کې شوی، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوی و.

خو د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه "پوځي اهداف" نه وو او له اسرائیل یې غوښتي چې دغه بریدونه پای ته ورسوي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوې دي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په پرله‌ پسې توګه دوام لري.

حزب‌الله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې نه سیاسي څانګه یې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې حضور لري.

ټاکل شوې چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوی پړاو په روم کې ترسره کړي.

دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌ وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.