د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، "ورانکاري او فرصت ‌طلبه کسان" هڅه کوي چې د افغانستان او تاجکستان پوله کې ناامني رامنځته کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د یوې ښځې د وژل کېدو په غبرګون کې وايي، چې "ورانکاري او فرصت ‌طلبه کسان" هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ناامني او بې ‌ثباتي رامنځته کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په ایکسپاڼه کې په دې اړه چې دغه ورانکاري او فرصته طلبه کسان څوک دي، نورڅه ندي ویلي خو د دغې ښځې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

"اسیا پلس" رسنۍ راپور ورکړی چې یوه امیندواره ښځه د پنجشنبې په ورځ د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د مرمۍ د لګېدو له امله مړه شوې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د وروستیو پېښو، د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته اعتراضي یاد داشت استولی و.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه، پرته له دې چې جزیات وړاندې کړي، ویلي چې یوشمیرکسان هڅه کوي چې "بې ‌نظمي رامنځته کړي" څو د سیمې او د دواړو هېوادونو پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي. خو د هغه په خبره چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بې ‌نظمۍ د رامنځته کولو یا د امنیت د ګواښلو لپاره کار واخیستل شي.