د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰ مې دورې مشرې، انالینا بیربوک، پرافغانستان د طالبانو د بیاواکمنیدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
میرمن بیربوک د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې طالبانو پنځه کاله مخکې ویلي وو: "موږ ته وخت راکړئ"، خو اوس پنځه کاله تېر شوي او ښځې او نجونې لا هم له زده کړو او په ټولنه کې د ګډون له فرصتونو محرومې دي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو حقونه نقضوي، د افغانستان اقتصاد او امنیت ته زیان رسوي او د بشري مرستو د رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کوي.
بیربوک چې څوکلونه یې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې، د خپل پیغام په پای کې لیکلي: "پنځه کاله، پنځه کاله له حده زیات دي."
طالبانو واک ته د بېرته رسېدو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو حقونه چې د زده کړې حق یې هم پکې شامل دی، د شریعت له مخې رعایتوي او کله چې مناسب چاپریال رامنځ ته شي نو به ورته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي خو پنځه کاله تیرشول اود طالبانو د اقداماتو څرک نه لګیږي.