تاجیکستان ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی

د افغانستان او تاجیکستان پولو ته څیرمه نښتو یو انځور

تاجیکستان د بدخشان په سرحدي سیمو کې د نښتو په ترځ کې ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري ، د پولې پورې غاړه کورونو ته دزیان اوښتو او دیوه ولسي وګړي د وژل کیدو له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايی د تاجیکستان پولو ته نږدې وسله والو نښتو ددغه هیواد امنیت ګواښلی او نړیوال قوانین مات کړي دي.

دوشنبه افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د پولو درناوی وکړي او د تیریو مخه ونیسي.

په عین حال کې ،د اسیا – پلاس رسنۍ د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې په ډزو کې په یوه سرحدي کلي کې یوه امیندواره ښځه لګیدلې او مړه شوې ده.

رپوټونه وايي د بدخشان نسی ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او ددوی دیو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي چې په ترځ کې یې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوه هیلي کوپټر هم نسکوره شوې ده.