جي ډي ونس : ایران سره د جګړې اصلي لومړیتوب اوس د تیلو دبیو را کمول دي

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس

د متحدوایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ ، د زمري په ۲۳مه، وویل چې له ایران سره په جګړه کې د امریکا اصلي لومړیتوب نور د دغه هېواد اټومي پروګرام نه،بلکې د امریکايانو لپاره د تېلو د بیو راکمول دي.

د خزانې وزیر سکاټ بسنت هم ټینګار وکړ چې د تهران د کمزوري کولو لپاره نوي اقتصادي بندیزونه په لاره دي.

ښاغلي ونس له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولولپاره د ایران دهلوځلو مخنیوی اوس د هرمز له تنګي څخه د تېلو د ازاد جریان په پرتله دویم لومړیتوب دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړ چې د تیلو بیې د جګړې لومړیو ورځو ته په کتو اوس ډېرې ټیټې شوې دي او لومړی هدف دا دی چې د امریکایانو لپاره د تېلو او ګازو بیې ارزانه وساتل شي.

هغه وویل چې البته دویم هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ټرمپ تل ایران سره د جګړې اصلي دلیل ددغه هیواد اټومي پروګرام یاد کړی دی.

د هرمز تنګی چې له جګړې مخکې ورڅخه د نړۍ د نفتو او ګازو ۲۰ سلنه صادرات ترسره کیدل دایران په ځوابي اقدام کې په بشپړه توګه وتړل شو خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په دغه ستراتیژیک تنګي کې د بیړیو تګ راتګ جریان لري او دامریکا تربشپړ کنټرول لاندې دی.