افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تاییدوي چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې

د پیښې هغه انځورونو چې د پولې پورې غاړه تاجکستان کې د سرچینو لخوا ازادي راډیو ته رالیږل شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې ده.

ددفاع وزارت څو ساعته مخکې په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه الوتکه د ناستې په مهال دیوې تخنیکي تیروتنې له امله نسکوره شوې خو پیښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

تر دې مخکې سرچینو د ازادي راډیو تاجیکستاني څانګې ته ویلي وو چې هیلي کوپټر په نسی ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو د ډزو په نتیجه کې نسکوره شوې ده.

سرچینو داهم ویلي وو چې هیلي کوپټر د ټپیانو د انتقال په حال کې وه چې په یوه کور را پریوتله او په پیښه کې د هیلي کوپټر د اوه کسه سپرلیو سربیره په ځمکه هم یو ماشوم مړه شوی او څلور کسه نور ټپيان شوي دي.

د جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي.

په یو بل خبر کې پرون د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت یې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې په غاړه واخیست ووژل شو .