فیض‌اباد کې د طالبانو ښاروال حبیب‌الرحمن منصور ووژل شو

ارشیف

د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د طالبانو ښاروال حبیب‌الرحمن منصور ووژل شو.

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته تایید کړه چې حبیب الرحمن منصور د بدخشان مرکز فیض اباد ښاروال ووژل شو.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې نوموړی ښاروال د دوی د ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

دې جبهې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دوی په هدفمندو عملیاتو کې د طالبانو د ښاروال موټر په نښه شوی دی.

د دې جبهې په وینا، دغه عملیات د ولایت مقام له ودانۍ څخه په ۱۰۰ مترۍ کې ترسره شوي دي.

دبرید د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې، په تېرو دوو ورځو کې په رسنیو کې د سرچینو په حواله داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په بدخشان کې د طالبانو د ځواکونو او د دې ډلې د سیمه‌ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح ترمنځ نښتې شوې دي.