په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدوی ماموریت یوناما وايي، پر افغانو ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم اقدام دی.
یوناما نن پنجشنبه د (اګست۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو په نړیواله کچه د افغانستان د پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د تعامل مخه نیولې او د هېواد دننه يې د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي".
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د یوناما په بیان راغلي، په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو سره د بیارغونې او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شوې ده.
خو په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مرسیتاله جورجیت ګانیون وايي،" سوله یوازې د جګړې د نشتون په مانا نه ده، د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې له رامنځته کیدو سره تړلې ده چې په کې د ټولو افغانانو ظرفیتونه او حقونه خوندي او ادارې ځواب ویونکې او مسولیت منونکې وي".
هغې تاکید وکړ چې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او په اوږد مهال کې به د افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې پایلې ولري.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی نه دی.