د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هر لسو افغان ماشومانو کې یو تنه يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) وايي،"په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره په هرو لسو ماشومانو کې یو يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی".

دغه سازمان نن پنجشنبه پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،" په تیرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱۴سلنه خوارځواکي زیاته شوې ده".

د دې سازمان په ټکو،" ۳.۷میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي".

دغه سازمان د مرستو کمیدل، د روغتیايي کلینیکونو تړل کیدل، لوږه او بې وزلي، د کډوالو راستنیدل او وچکالي په ماشومانو کې د خوارځواکي لوی لاملونه یاد کړې دي.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسیدلې ده.

دې سازمان ویلي و،" روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي".