حامد کرزی: خوشحاله یم چې په افغانستان کې پاتې شوی یم

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې په دې خوشحاله دی چې په افغانستان کې پاتې شوی څو د وضعیت د بهتروالي لپاره کار وکړي.

هغه ویلي چې اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او هڅه کوي چې مسایلو ته د جمهوریت یا امارت له زاویې ونه‌ګوري.

هغه وړاندې ویلي چې غواړي چې د ګډ ژوند لپاره زمینه برابره شي څو د هېواد د خیر ښېګڼې لپاره کار وشي.

ښاغلی کرزی په دې مرکه کې د ولسواکۍ او په ښځو باندې د محدودیتونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کې وايی: "زده‌کړې یوه سیاسي موضوع نه‌ده. که انتخابات وي او که نه‌وي، ښوونځي باید پرانیستي وي."

حامد کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ټول خلک د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه‌دي او په تعلیم او ادبیاتو کې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه دراني په تاریخي ونډو استدلال کوي.

کوریر دوله سیرا ورځپاڼه وايي چې حامد کرزی د طالبانو تر واک لاندې کابل کې عملاً نظربند اوسي او له میلان څخه‌یې دغه انلاین مرکه ورسره له ۶ میاشتې انتظار وروسته ترسره کړې ده.