افغان کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله

بلفاست کې د افغانستان او ایرلنډ د ټیمونو د لوبو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۴۲ رنزو په تفاوت وګټله.

پیل کې د افغانستان ټیم بېټنګ وکړ او ایرلنډ ته‌یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ منډې هدف وټاکه.

د ایرلنډ ټیم په ۴۸ اورونو کې ۳۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

صدیق‌الله اتل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بې‌نتیجې پای ته رسېدلې.

د کرېک اېنفو وېب‌پاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ لوبو دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام کوي.