د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن او سبا د سختو ورښتونو، سیلونو او تندو بادونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغې ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې په اېکسپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. اټکل کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي ‌مترو پورې وي.

د خبرپاڼې له مخې، سخت ورښتونه به د پنجشنبې تر ورځې هم دوام وکړي.

د هوا پېژندنې ادارې همداراز د افغانستان په جنوب ختیځو او لوېدیځو ځینو سیمو کې له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو د لګېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې راوتلو سېلابونو مرګ‌ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.