د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې وویل چې په سره سمندرګي کې پریوې سوداګریزې کښتۍ په یوه برید کې درې پاکستاني اتباع وژل شوي دي. د بهرنیو چارو وزیراسحق ډار په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې " درې پاکستاني اتباعو په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی."
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د یمن ساحلي ساتونکو تایید کړه چې د دغه هېواد له ساحل سره نږدې پر یوې بېړۍ د حوثیانو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د یمن د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې په دې پیښه کې یوبل اندونیزیایي وګړې هم وژل شوی دی.
د یمن ساحلي ساتونکو په خبره کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې، حوثیانو یو ځل بیا برید وکړ چې په پایله کې یې د حوثیانو ضد د ملي مقاومت ځواکونو (NRF) دوه ژغورونکي هم ووژل شول. د ساحلي ساتونکو په وینا، په دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.