یوناما تایید کړه چې دوه افغان کارکونکي یې په هرات کې نیول شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولي دي. ملګرو ملتونو د سې ‌شنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی له دوو ورځو راهیسې له دغو کارکوونکو سره د لیدنو کتنو اجازه نه لري.

یوناما په یوه بیان کې ویلي: "موږ تاییدوو چې د یوناما دوه افغان نارینه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۹مه، په لویدیځ هرات ولایت کې د استخباراتو د عمومي ریاست د چارواکو له خوا نیول شوي دي."

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش دفتر د دغو کارکوونکو د ځانګړي حیثیت د درناوي غوښتنه کړې ده.

د ګوترېش مرستیال ویاند فرحان حق وویل: "موږ ته د هغوی پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي او نه هم موږ ته اجازه راکړل شوې چې له هغوی سره ووینو. موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د چارواکو حیثیت او مصونیت ته درناوی یقیني کړي."