ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې نن چهارشنبه په بلفاست کې په څلورمه یو ورځنۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.
دواړه لوبډلې ۵ یو ورځنۍ مسابقې کوي.
د دوی ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بېنتیجې پای ته رسېدلې.
د کریک اینفو وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.
د افغانستان لوبډله دغهراز هڅه کوي چې له ایرلنډ څخه د دې لړۍ بریا هم خپله کړي.