د پاکستان دفاع وزیر وايي چې ایران او امریکا "یو ډول هوکړې" ته نږدې شوي دي.
خواجه محمد اصف دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي چې د سې شنبې په ورځ د «زمري په ۲۰مه» خپره شوې ده.
د پاکستان دې لوړپوړي چارواکي ویلي: "د روانو تحولاتو بهیر یو ځل بیا د یوې هوکړې یا د سولې د تفاهم پر لور روان شوی دی."
د پاکستان دفاع وزیر په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې "په تېرو دوو، درېیو ورځو کې لیدل شوې نښې ښيي چې دواړه لوري یو ډول هوکړې ته نږدې شوي دي."
په همدې حال کې د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د سې شنبې په ماښام تهران ته رسېدلی دی.
اسلاماباد د امریکا او ایران ترمنځ یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې مهم رول لوبولی او په دې ورستیو کې یې بیا هڅې تېزې کړي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.