ټرمپ: امریکا د هرمز تنګی له ماینونو پاک کړی او کنټرول یې په لاس کې لري

ولسمشر ټرمپ سپینه مانۍ کې خپل دفتر کې د څرګندونو په مهال

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو د هرمز تنګي له ماینونو پاک کړی او دا سمندري لار اوس پرانیستې ده.

ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل: «لکه څنګه چې ښايي تاسو اورېدلي وي، موږ ټول تنګی له ماینونو پاک کړی دی. کېدای شي تاسو دا نه وي اورېدلي. موږ د تنګي سل سلنه کنټرول په لاس کې لرو.»

د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه سمندري ‌لار به کله پرانیستل شي، ټینګار وکړ: «همدا اوس پرانیستې ده. یوازینی ځواک چې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري، د امریکا سمندري ځواک دی.»

ټرمپ د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په اړه وویل چې یوازې امریکا پرېکړه کوي چې کومې بېړۍ دې تنګي ته داخلېدای شي او کومې ترې وتلای شي.

ایران د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګی وتاړه او په یوه برخه کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړل. د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې چې د غبرګولي په میاشت کې لاسلیک شوی و، تهران منلې وه چې د ۳۰ ورځو په موده کې به دغه لار له ماینونو پاکوي.

خو دغه تفاهم‌لیک د چنګاښ په نیمایي کې وروسته لدې له مینځه ولاړ چې ایراني ځواکونو څو تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې او امریکا یې هم په ځواب کې په ایران بریدونه وکړل چې دوه اونۍ یې دوام وکړ.