د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېفبياې) د افغان-امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت وايي چې لا هم هڅه کوي هغه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.
اېفبياې دوشنبې ناوخته، د زمري په ۱۹مه، پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو لپاره د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو جایزې اعلان تکرار کړ.
مایکل بورګوالډ، په واشنګټن کې د اېفبياې د ساحوي دفتر د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې ځانګړی مسوول وايي چې دا اداره ژمنه ده چې محمود شاه حبیبي بېرته د هغه عزیزانو، په ځانګړي ډول د هغه لور ته ورسوي چې د زوکړې له لومړۍ کلیزې راهیسې یې تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو استخباراتو محمود شاه حبیبي او موټر چلوونکی یې ، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه، له موټر څخه راښکته کړل او د «اسیا کنسلټینګ ګروپ» د ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای یې ونیول.
اېفبياې وايي، د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تر اوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې اریانا نیوز ته په څرګندونو کې وویل : "مونږ د محمود شاه حبیبي په هکله هیڅ معلومات نلرو هغه طالبانو سره نه دی."
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې طالبان د «یرغمل نیولو» سیاست ته دوام ورکوي.
هغې ټینګار کړی و چې امریکا د ټولو هغو امریکايي اتباعو د خوشې کولو لپاره هڅې کوي چې په ټکو یې «په ناحقه نیول شوي» دي.