د «هانا» د بشري حقونو سازمان له ایران څخه د افغان پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج  د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي

ایران څخه د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې افغان کورنۍ ، ارشیف

په ایران کې د «هانا» په نوم د بشري حقونو سازمان د افغان پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي .

یاد سازمان وايي، په ایران کې د امنیتي فضا له سختېدو سره افغان پناه‌غوښتونکي لا ډېر زیانګالي شوي او د ایستلو دوام یې کولای شي د حقونو د نقض اندیښنه زیاته کړي.

هانا ټینګار کوي چې ماشومان باید د هغوی د انفرادي وضعیت له ارزونې پرته ونه نیول شي، له خپلو کورنیو څخه جلا نه کړل شي ،او ډیپورټ نشي.

یاد سازمان وايی هره هغه پریکړه چې د ماشوم په برخلیک اثر کوي باید د هغه د سترو ګټو ، د کورنۍ د یووالي او د بې سرپرسته ماشومانوځانګړي ملاتړ ته په پاملرنه وشي.

هانا لدې مخکې هم په خپلو دوه بیلابیلو رپوټونو کې ایران کې د افغان کډوالو د نیول کیدو، ورسره بد چلند، ډیپورټ ، او د کورنۍ د غړو بیلتون مواردو ته په اشاره ، ددوی د حقوقو د نقض په اړه خبرداری ورکړی وو.

د ایران کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د بې‌اسناده افغانانو د پېژندنې او ایستلو بهیر دوام لري او د ۱۴۰۴ کال راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.