طالبانو د بدخشان یفتل کې د وروستۍ نښتو د څېړلو لپاره پلاوی استولی

د یفتل پایین په بازار کې د اعتراض کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته تللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان راډیو ټلوېزیون راپور ورکوي چې نوموړی د ریاست الوزرا په لارښوونه د یفتل په بازار کې د وروستۍ پېښې په اړه تحقیقاتو لپاره هلته تللی دی.

خبر زیاتوي چې ملا نوري هلته د علماوو او قومي مشرانو یوې غونډې ته ویلي چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته به مسئول کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.

یوه اوونۍ مخکې د زمري په ۱۰مه د یفتل پایین په بازار کې د اعتراض کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتو کې د ځايي سرچینو په وینا لږترلږه دوه ځايي اوسېدونکي او د طالبانو د ځواکونو یو غړی ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

تر هغه دوه اوونۍ مخکې وسله والو کسانو چې وروسته یې ځانونه "سپاهیان میهن" معرفي کړل د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ترخپل کنټرول لاندې راوستی وو.