د ناروې د کډوالو شورا (اېن ار سي) وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی، د ناټو غړو هېوادونو له افغان ولس سره خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
دغه شورا زیاتوي، پنځه کاله کېږي چې لوېدیځو عسکرو، ډیپلوماتانو او پرمختیايي ادارو افغانستان پرېښی دی او ولس ته یې چې ناوړه بشري وضعیت سره لاس او ګرېوان دی د شورا په ټکو خپله شا اړولې ده.
د ناروې شورا خپل راپور کې وايي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو ستنېدو په داسې هېواد کې بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي چې له وړاندې له ګڼو او پرله پسې بحرانونو سره مخ دی.
دغه مرستندویه مؤسسه وايي پرله پسې اقلیمي ناورینونو، سیمه ییز تاوتریخوالي او واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره د فعالیت او ژوند د محدودېدو فضا، پر ټولنو لا ډېر فشار اچولی دی.
د ناروې شورا وايي په عین حال کې د بشري مرستو او پراختیايي تمویل سخت کمښت د دې لامل شوی چې میلیونونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شي.