د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ایران او امریکا له یو بل سره خبرې نهکوي، بلکې یوازې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله کېږي.
اسماعیل بقايي وايي: "موږ له امریکا سره خبرې نهلرو. طبیعي ده چې د منځګړو له لارې به د ورځنیو موضوعاتو په اړه د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله شي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې، پرته له دې چې جزئیات ورکړي، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ راتلونکی ګام په شرایطو پورې تړاو لري.
بقايي په عین حال کې دا هم وویل چې ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د «نقشې» په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو خبرې په ډېرې رغنده توګه دوام لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبري ناستې په بله برخه کې وویل، تر هغه چې امریکا سمندري محاصرې ته دوام ورکړي، د هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، واشنګټن غواړي پر ایران د نویو پوځي بریدونو پر ځای اقتصادي فشارونه وساتي، څو تهران یوې هوکړې ته اړ کړي.