روسیه وايي د تاتارستان په مرکزي سیمه کې د اوکراین په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
دا برید د روسیې له خوا پر اوکراین د پراخ یرغل له پیل راهیسې، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د اوکراین له خوا د تر ټولو خونړیو بریدونو څخه یو بلل شوی دی.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر له مخې، د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ، د زمري «۱۹مه» دغه برید تأیید کړی او ویلي یې دي چې د نیزنېکامسک ښار د «تانکو» د تېلو تصفیه خونه چې د اور لګېدنې راپورونه ترې ورکړل شوي، د برید له هدفونو څخه وه.
برید له امله د یوه ماشوم په شمول د ۱۳ کسانو، د وژل کېدو پخلی شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې تر اوسه د دې برید له امله د یوه ماشوم په شمول د ۱۳ کسانو، د وژل کېدو پخلی شوی دی.
د روسیې تاتارستان جمهوریت چې د نفتو پراخې سرچینې لري د اوکراین له پولې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره لیرې دی.
دا برید د روسیې په عمق کې د مهمو تأسیساتو او هدفونو په نښه کولو لپاره د اوکراین د هڅو څرګندونه کوي.
بل لور ته، د اوکراین د سومي سیمې چارواکو ویلي چې د روسیې د شپني برید پر مهال چې د هدایت شوي بم په وسیله ترسره شوی، د سومي ښار کې د یوه ماشوم په شمول ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.