د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې له دوه ملیونه زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د ۱۴۰۴ کال د حمل له میاشتې راهیسې د دغې لړۍ په ترڅ کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

د دې وزارت ویاند علي زیني‌ وند د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۹مه، ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلان پلي کول له جګړې وروسته هم نه دي درول شوي. د هغه په وینا، ځینې کډوال په خپله خوښه او ځینې نور د قضايي حکم له مخې له ایران څخه وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال په ایران کې د بهرنیو او دوه‌ تابعیت لرونکو وګړو د خپلسري نیونو او د افغان کډوالو د جبري ایستلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکې، مای ساتو، هم ویلي وو چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ نیمو میاشتو کې له یو نیم میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.