یوناما: پرافغانستان واکمنو چارواکو په امنیتي ادارو کې د څارنې او حساب ورکولو هڅې ترسره کړي خو روڼوالي او اقداماتو کې یې نیمګرتیاوې هم شته

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، سره له دې چې پرافغانستان واکمنو چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په امنیتي ادارو کې د څارنې او حساب ورکولو اړوند هڅې ترسره کړي خو د روڼوالي او اقداماتو په برخو کې یې ځینې تشې موجودې وې.

یوناما نن دوشنبې د اګسټ په لسمه په یوه ۳۸ مخیزراپورکې هغه موارد مستند کړي چې واکمنو چارواکو( طالبانو) د امنیتي پرسونل د راپور شویو ناوړه چلندونو په اړه نیونې او تحقیقات ترسره کړي او نظامي محکمو ته یې وړاندې کړي. د یوناما په خبره په عین حال کې ډیری شکایتونه ندي حل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجېټ ګانیون په وینا" د خلکو له خوا د ثبت شویو شکایتونو، ترسره شویو څېړنو او د اړوندو ادارو له خوا د ترسره شویو انضباطي یا قضايي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودوالی، پر باور منفي اغېز کوي او د سرغړونو د مخنیوي اغېز کموي." د نوموړې په خبره د حساب ورکونې ښه کول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت او د حکومتولۍ او بشري حقونو د درناوي د ښه کولو لپاره یو اړین ګام دی.

د راپورله مخې د غچ اخیستنې له ویرې او پر واکمنو ادارو د باورنشتوالي او خنډونو له امله په ځانګړې توګه د هغو میرمنو لپاره چې په خپل ورځني ژوند کې له ډیرو محدودیتونو سره مخ دي، د ادعا شویو ناوړه چلندونو راپور ورکول مختل شوي دي.

یوناما سپارښتنه کوي چې د افغانستان واکمنان دې په ټولو امنیتي ادارو کې حساب ورکول پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې روښانه قواعد، طرزالعملونه او د چلند اړوند قوانین له نړیوالو معیارونو سره سمون لري او د ټولو کارکونکو له خوا یوشان پلي کیږي.

په دې کې د ځواک د کارولو، نیولو، توقیف، تلاشي او د لاریونونو او عامه غونډو د کنټرول په اړه د اصولو روښانه کول، د مسلکي چلند د واضح معیارونو رامنځته کول او پر ټولو امنیتي کارکونکو د ناوړه چلند د راپور ورکولو مکلفیت شامل دي. یوناما دغه راپورداسې مهال خپروي چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ډیرځلې د طالبانو له خوا د غیرقانوني نیونو، توقیف او له تورونو پرته د اوږدې مودې لپاره په بند کې د افرادو په ځانګړې توګه د رسنیو د کارکونکو د ساتلو په اړه انتقادونه کړي دي.