د بې پولې خبریالانو سازمان RSF وايي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې په دې هیواد کې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو لپاره له ۲۰ څخه زیات ملي فرمانونه او ګڼ ولایتي حکمونه صادر کړي دي. دې سازمان د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په درشل کې پرخپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې د خبریالۍ پر فعالیتونو فشار ورځ تر بلې زیات شوی، پرحکومت پر نیوکو بندیز لګېدلی، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، سیاسي بحثونه غلي شوي او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګېدلی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، طالبانو په پنځو کلونو کې په منظمه توګه افغانستان د معلوماتو په یوه زندان بدل کړی دی. هر نوي فرمان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو لپاره فضا لا تنګه کړې. پرنیوکو بندیز او سانسور یې په رسمي ډول قانوني کړی دی. ښځینه خبریالانې تقریباً له رسنیو حذف شوې. د رسنیو د مسلکي کسانو په مجرم پیژندلو سره، د طالبانو چارواکي هڅه کړې چې د معلوماتو پر بهیر بشپړ کنټرول ولري.
دا سازمان له طالبانو غواړي چې ټول هغه قوانین او مقررات لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي او زیاتويد چې په سلګونو افغان خبریالان له دې ځپنې د تېښتې او د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل کار د دوام لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي. دې سازمان همدارنګه له هغو هیوادونو چې د رسنیو کارکونکو پناه وروړې، غوښتي چې دغه خطرونه درک کړي او له جبري ستنولو ډډه وکړي او خوندیتوب یې تضمین کړي.