په غزني ولایت کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې ۲ ماشومان وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،"پېښه پرون شنبې د څلورمې حوزه اړونده په نوغي کلي کې شوې ده".
د خبرپاڼې پر اساس، ماشومانو له یوې پخوانۍ مرمۍ سره لوبې کولی چې پرې وچاودیده.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دوو ماشومانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د ټپي ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه جزییات ورکړل شوي نه دي.
د ماشومانو د ساتنې صندوق یونیسف د روان کال د حمل د میاشتې په یو راپور کې ویلي و،" په تیر یو کال کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودانې له کبله ۳۳۸ ماشومانو وژل شوي دي".
ماینونه او ناچاودي مهمات د افغانستان د کلونو جګړو میراث دی چې لا هم هر کال د لسهاوو کسانو ژوند اخلي.