د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۹ خصوصي پوهنتونونو فعالیت وځنډاوه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۹ خصوصي پوهنتونونو فعالیت وځنډاوه.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغو پوهنتونونو فعالیت د "خیالي محصلینو" او اداري سرغړونو له کبله ځنډول شوی دی.

دغه وزارت نن یکشنبې پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، په جوزجان کې د "برلاس" په بلخ کې د "راه سعادت" او "ترکستان" په بدخشان کې د "برنا" او "ازهر" په فاریاب کې د "رشاد" او په کابل کې د "پیام" پوهنتونونو فعالیتونه د یو کال لپاره ځنډول شوي دي.

وړاندې راغلي، په کندوز کې د "کهندژ" او په تخار کې د "خانه دانش" پوهنتونونو د فعالیت جواز لغوه شوی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، دغو پوهنتونونو د زده کړو امکانات نه درلودل او هغه نصاب په کې تدریس کیده چې د لوړو زده کړو وزارت نه وو تایید کړی.

تراوسه د دغو پوهنتونونو مسوولینو د طالبانو د پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونه او موسسې په افغانستان کې په رسمي ډول فعالیت لري.