د طالبانو مشرملا هبت الله اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت له لوړپوړو چارواکو او د دولتي پوهنتونو له مسولینو سره په غونډه کې یووار بیا دیني زده کړې مهمې وبللې او مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې محصلینو ته د دیني زده کړو ښه پوهاوی ورکړي. خو په په هغې خبرپاڼه کې چې د دې غونډې په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند له دفتره د شنبې په ورځ خپره شوې، د عصري زده کړو او د نجونو د زده کړو هیڅ یادونه نده شوې.
پرافغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو وروسته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې او کارله حق څخه محرومیت د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو مدافع بنسټونه له هغو جدي سرغړونو څخه ګڼي چې په خبره یې د ټولنې نیمایي برخه یې ډیره اغیزمنه کړې ده. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد بلل کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې د زده کړو له دوام څخه راګرځول شوې دي.
کوښښ وکړئ، هغوی په هراړخیزه توګه وروزئ او په دیني علم کې پوره پوهاوی ورکړئ
د طالبانو د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو مشرپه ځانګړې توګه د پوهنتونونو مسولینو ته په خطاب کې ویلي چې تاسو د یوې خاصې طبقې چې هغه د پوهنتونو محصلین دي، د روزلو مسولیت لرئ او زیاته یې کړې یې ده چې کوښښ وکړئ، هغوی په هراړخیزه توګه وروزئ او په دیني علم کې پوره پوهاوی ورکړئ. د هغه په خبره دا ځکه چې هغوی به په راتلونکې کې د حکومت اجرایوي چارو ته اوږه ورکوي، یا به ډاکټران وي یا به انجینران یا به نورو برخو کې کارونه سرته رسوي. خو د عصري زده کړو په برخه کې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې نجونې او ښځې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځولې. ان په طبي پوهنتونو کې د ښځینه محصلینو زده کړې نیمګړې پاتې شوې. دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د شمیرو له مخې د افغانستان روغتیایي سکټور په تیره بیا د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتیا پالانو له کمښت سره مخ دی.
اکثره وختونه لیدل شوي چې د طالبانو د مشرپه ګډون اکثره لوړپوړي چارواکي په ویناوو کې د نجونو او ښځو د زده کړو له موضوع ډډه کوي او اوس چې د واکمني یې پنځه کاله په پوره کیدو دي، ډیرځلي هغه پخوانۍ څرګندونې هم نه تکراروي چې ویل به یې د نجونو پرزده کړې کارروان دی او هرکله چې مناسب شرایط برابرشي پرمخ به یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.
دغه وضعیت ډیری افغان نجونې ناهیلې کړې دي. دوو نجونو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپور شي، وویل:
"یوه ناهیلي یې، په ځانګړې توګه د افغانستان نجونو ته په زړونو کې ایجاد کړې او هره ورځ ډیری علمي کادرونه له افغانستان څخه وځي."
" داچې افغانې نجونې له یوه طبعي او دیني حق څخه محرومې شوې او هیڅوک هم ځواب ویونکی ندي، د دوی په زړونو کې په یوه عقده بدله شوې."
که طالبان غواړي په افغانستان کې پاتې شي، نو باید د ملت غوښتنو، په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنو ته غاړه کېږدي، چې یوه مهمه غوښتنه یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل دي
اوس پوښتنه داده چې طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې دا کار ونکړ ایا د دې هیله مندي شته چې له دې وروسته به دوی د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، ښځینه فعاله او په هالنډ کې میشته فوزیه عباسي وایي، د دې هیلې شته چې کورني او نړیوال فشارونه به یوه ورځ نتیجه ورکړي.
" زما په اند، که طالبان غواړي په افغانستان کې پاتې شي، نو باید د ملت غوښتنو، په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنو ته غاړه کېږدي، چې یوه مهمه غوښتنه یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل دي.
پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو فشار هم بې اغېزې نه دی؛ په ځانګړې توګه دا غوښتنه چې د ښځو او نجونو حقونه، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل یې یوه برخه ده، باید رعایت شي، که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت او رسمیت ترلاسه کړي.
او مهمه خبره دا ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نجونو او ښځو مقاومت او مبارزه، چې له بېلابېلو لارو یې خپل غږ پورته کړی او د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه کړې، ښايي په پای کې طالبان دې ته اړ کړي چې له خپل دریځ شاته شي او د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي."
په دې اړه نور:
له زده کړو محرومې نجونې؛ پر زده کړو د طالبانو پنځه کلن ځنډ درنې پایلې لريد طالبانو مشر په افغانستان کې پردیني زده کړو ټینګارداسې مهال کوي چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ ته په ورنژدې کیدو سره په دې هیواد کې د بشري حقونو په تیره د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ته ډیرو نړیوالو بنسټونو پام زیات کړی دی.
په دې ترڅ کې په ویرجینیا کې میشت د بشري حقونو د څیړنې مرکز(HRRC) د اګسټ په اومه په خپله ویبپاڼه کې په افغانستان کې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړبللی او په یوه برخه کې ویلي چې په ښوونیز نظام کې د طالبانو پرایډیالوژۍ ډېر تمرکز شوی او د مدرسو پراختیا زیاته شوې ده. دې مرکز ویلي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړوڅخه منع شوي او پر ښځوهم پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
دې مرکز دغه راز ویلي چې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او د بیان ازادي محدوده شوې او د طالبانو د سختو چلندونو په وړاندې د نړیوالو غبرګونو په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې د هغه تصویب شوي پرېکړه لیک یادونه کړې چې له مخې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د تېرو او روانو سرغړونو د څېړلو لپاره یو خپلواک میکانیزم جوړېږي. په راپور کې هم همدارنګه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د هغې څېړنې یادونه هم شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د ترسره کیدو غوښتنه کړې وه.
دغې محکمې همدارنګه د تیر۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د دوی د حکومت د سترې محکمې د مشر( قاضيالقضات ) عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادرکړ او ویې ویل چې داسې موجه دلایل شته چې ښيي دوی دواړو د بشريت پر ضد جرمونو کې رول لرلی دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ټینګارکوي چې د شریعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي، ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه وایي طالبانو د اکثریت وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو اساسي حقوق ترپښولاندې کړي دي.
د بشري حقوقو څار سازمان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د تیرې سې شنبې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له ستنېدو وروسته د نړۍ په سطحه دا هیواد د بشري حقونو له تر ټولو پراخو بحرانونو سره مخ کړی او د ښځو او نجونو حقونه یې په سیستماتیک ډول له منځه وړي دي.