ایران وایي، د هرمز تنګي بیرته پرانیستل په امریکا پورې تړلي دي

ایران د شنبې په ورځ وویل، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د کشتیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د یوه نوي میکانیزم پر سر هوکړه، لازماً په دې معنا نه ده چې دغه لاره به بېرته پرانیستل کیږي.

د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یوه ویاند وویل، مخکې له دې چې هرمزتنګی پرانستل شي متحده ایالات باید د ایران غوښتنې ومني.

هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې له عمان سره له روانو خبرو ځان لرې وساتي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې واشنګټن په دغو خبرو اترو کې ښکېل دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې تهران او مسقط د یوې هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.

عراقچي وویل، د خبرو هدف دادی چې له هرمز تنګي څخه د کشتیو د تېرېدو یوه نوې، لنډمهاله لاره رامنځته شي.