د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، له کله چې د زړه ناروغیو روغتون په کابل کې پرانستل شوی، تراوسه د زړه سوري لرونکو ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او روغتیا پالانو له لوري ترسره شوي دي. افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. د دې ټولنې په خبره په دې روغتون کې هره ورځ له څلورو نه ترشپږو پورې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کیږي. په کابل کې د سرې میاشتې اړوند دا روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې په موخه پرانیستل شوی، څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
تردې مخکې د افغاني سرې میاشتې له خوا ډیر په زړه سوري ناروغ ماشومان د کابل څوروغتونونو ته د درملنې لپاره ورپیژندل شوي او درملنه یې شوې ده. د دې ترڅنګ ډیرماشومان چې په دې او نورو ناروغیو اخته وو، بهر ته، په ځانګړي توګه جرمني ته لیږل شوې چې د جرمني «د سولې کلي» بنسټ یې وړیا درملنه کړې ده.