په هرات ولایت کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند وايي، په دې ولایت کې یوه ښځه د یوې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن شنبې د دې قومندانۍ د ویاند سید مسعود حسیني په حواله راپور ورکړی چې نیول شوې ښځه د یو نیم کلنې ماشومې پر قتل تورنه ده.
د امنیې قومندانۍ په ټکو، دې ښځې د څیړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
له دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د یونیم کلنې ماشومې عکس خپور شوی و او ادعا کېده چې هغه د یوه کور د خدمتګارې له خوا د کور له پنځم منزله لاندې غورځول شوې ده.
د راپورونو له مخې دا پېښه د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د فامیلو د قول اردو په سیمه کې شوې ده.
د حسیني په وینا، نیول شوې ښځه د کور خدمتګاره وه او د لومړنیو څیړنو له مخې د کور له خاوند سره يې پر ځینو مسایلو اختلافات رامنځته شوی وو.
د هرات ولایت امینه مندانۍ ویلي چې په دې اړه څیړنې روانې دي.