د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې ویلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، د جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار په ګډون، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته مستقیمه پاملرنه ده.
د اعلامیې له مخې، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.
افغان ایواک وايي، د دې طرحې تصویب به په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یاد کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.