ټرمپ: ایران سره جګړه ژر پای ته رسیږي

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دی خپله ایران سره په خبرو کې دخیل دی، جګړه ژر پای ته رسیږي او د هرمز تنګي د پرانیستلو په هکله یو توافق کیدای شي ژر ترلاسه شي.

ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دڅرګندونو په ترځ کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دهرمز تنګي د پرانیستلو په هکله توافق شوی دی ؟ وویل: « نه غواړم ووایم چې شوی دی ، خو اوس تریوې اندازې پرانیستی دی. »

هغه زیاته کړه : «تنګی د مونږ په کنټرول کې دی. فکرکوم جګړه ډیره ژر پای ته رسیږي. بعیده ګڼم چې دوی ډیره زیاته ادامه ورکړي. »

د تیرې کب میاشتې له نهمې راهیسې چې دامریکا او ایران ترمینځ جګړه پیل شوې ، دایران سپاه پاسداران ځواکونو د هرمز د تنګي د تړلو په هڅه کې څو ځله تجارتي بیړۍ په نښه کړي دي.

خو واشنګټن وايي د یاد تنګي جنوبي لار چې د عمان په اوبوکې تیریږي پرانیستې پاته ده او بیړۍ کولای شي په کې تګ راتګ وکړي.

د امریکا ولسمشر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وویل چې د دغه هېواد وسله‌ وال ځواکونه د ځینو وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

د رویټرز خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا پوځ له ایران سره د پنځه میاشتنۍ جګړې پر مهال د خپلو لرې واټن ویشتونکو او ډېرو دقیقو توغندیو د نړیوالو زېرمو یوه لویه برخه کارولې ده.