یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده

ارشیف، د کابل په یو روغتون کې یو بستر شوی نوی زېږېدلی ماشوم او مور یې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.

یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.

هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدف‌یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.