په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت درې چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه کتنه ترسره کړه چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده.
طالبانو ویلي چې دا سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې هغه ته د رسمي سفر بڼه ورکړي. د طالبانو اړوندو رسنیو د دې پلاوي د سفر په اړه پرله پسې راپورونه خپاره کړي دي.
خو ازادي راډیو د ملډوایا څانګې د راپورله مخې د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې ندي پلان شوي. د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړیو ته ویزې ځکه ورکړل شوې چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه ووشامل خو د دې وزارت په خبره هغه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د راپورونو له مخې د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.
د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کاله په پوره کیدو دي خو په دې موده کې روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.