پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوې دي

د اوکراین چارواکي وایي، د روسیې د تیرې شپې د بې‌ پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په بریدونو کې په کییف او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د کییف د سیمه‌ ییزې دولتي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو ویلي چې ترټولو ډیره مرګ ژوبله په بروواري ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې هلته نهه کسان وژل شوي دي. نورپنځه کسان په بوچا او فاستیف سیمو کې وژل شوي دي.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، ویلي چې پر پلازمېنې په برید کې یوکس وژل شوی او لږترلږه ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې پر اوکراین د ۲۴ بالستیک توغندیو، څلورو هایپرسونیک توغندیو او ۱۱۵ بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی، چې د کییف سیمه یې اصلي هدف وه.

د روسیې له خوا د بریدونو له زیاتیدو سره اوکراین خبرداری ورکړی چې د هوايي مدافعې له جدي کمښت سره مخ دی او له خپلو متحدانو یې غوښتي چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره ورته د پاتریوټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو سپارل ژر تر ژره چټک کړي.