د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران ژر تر ژره د هرمز تنګی بېرته خلاص نکړي، له سختو پوځي بریدونو سره به مخامخ شي.
ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، که ایران له نوې احتمالي هوکړې څخه بیا پر شا شي، "ډېر سخت ګوزار" به وویني. هغه زیاته کړه چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
له دې مخکې د اکسیوس ویب پاڼې د سیمه ییزو او امریکایي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځنۍ موافقې د وروستي کېدو احتمال شته او واشنګټن هیله لري چې دغه موافقه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د خزانې وزیر هم ویلي وو چې امکان لري تر چهارشنبې پورې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د وضعیت د بیرته عادي کېدو په هدف یوه هوکړه وشي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده چې له شخړو مخکې د نړۍ شل سلنه تیل له همدې لارې تیریدیل.