یو افغان په یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور نیولی شوی دی

یو ۲۶ کلن افغان سوک‌ وهونکی چې په یونان کې یې پناه اخیستې، نن چهارشنبې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.

د یونان پولیس وايي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه.

پولیس وايي، تورن د وژنې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.

یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی ښودلې او ویلي یې دي چې هغه چې په افغانستان کې زیږیدلی، په ځوانۍ کې یونان ته تللی او هلته میشت شوی دی.

چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښايي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.

د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.