د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.
د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له املهیې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربهتوب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.